افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

راشد خان ویلي په ۲۰۱۵ م کال کې یې د انضمام الحق سره لومړی سفر زیمبابوې ته وکړ

د افغانستان سوکه ګوګلي ماسټر کرکټر راشد خان ارمان په یوه مرکه کې ویلي (( مونږ په ۲۰۱۵ م کال کې زیمبابوې ته لومړنی سفر وکړ چې زیمبابوې سره سیریز ترسره کړو، په دې وخت کې زمونږ روزونکی پاکستانی انضمام الحق و، یو روځ ما له هغه څخه پوښتنه وکړه چې خلک ما د شل اوریزو لوبو متحصص بولي نو هغه راته ډېر په غوصه شو، انضمام به هروخت ماته ویل چې زما په تيم کې لومړی انتخاب ته یې او ترکومې چې زه له افغانستان سره روزونکی یم نو ته به ختمن په یولس کسیزه لوبډله کې یې،

راشد زیاتوې نړۍ کې په شل اوریزه لوبو کې توپ اچونه ویسټ انديزي توپ وهونکو ته ډېره سخته ده، ځکه دوی خوره خطرناک دي، د دوی ترڅنګ هندي الراونډر هاردیک پانډيا هم د دوی لار غوره کړې او په شل اوریزه لوبو کې ورته توپ اچونه کوله اسانه ندې)) راشد ارمان د آی سي سي سره په نړیواله درجه بندۍ کې بیا هم لومړې ځای خپل کړې او لاهم هڅه کوي چې د افغانستان لپاره ډېر ویاړونه ترلاسه کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې