افغانستان کریکټ

افغانستان کریکټ ملي لوبډلې په ټېسټ درجه بندۍ کې مخکې تګ کړی

د کریکټ نړیوالې شورا له لوري تازه درجه بندۍ نن اعلان شوې چې پکې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې هم مخکې تګ کړی دی او هم یې شاتګ کړی دی افغان لوبډلې بیا په یو ورځینو لوبو کې له اووم مقام څخه لسم مقام ته شاتګ کړی دی. که څه هم افغان لوبډلې یو لوري ته شاتګ کړی بل لوري ته یې مخکې تګ هم کړی دی.

افغان لوبډلې بیا په ټېسټ فارمیټ کې مخکې تګ کړی دی او له لسم مقام څخه یې نهم مقام ته مخکې تګ کړی دی چې بنګله دېش، ایرلنډ او زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې یې له ځانه وروسته پریښې دي.

همدغه راز د نوې درجه بندۍ پر اساس افغان کریکټ ملي لوبډلې د ۵۵ نمرو په لرلو سره په یو ورځینو لوبو کې خپل مقام له ځانه سره ساتلی دی افغان لوبډله په یو ورځینو لوبو کې لسم مقام کې قرار لري.

بل لوري ته محمد نبي د الراونډرانو په درجه بندۍ کې خپل لومړی مقام له ځانه سره ساتلی دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې