نړیوال کریکټ

سکاټلینډ د کرونا ویروس سره سره بیا هم د دغو لوبډلو کوربتوب ته زړه ښه کړی دی

د سکاټلینډ کریکټ بورډ د کرونا ویروس سره سره بیا هم د کوربتوب خبره کوي. دوی وایي، چې مونږ د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې او د نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډلې کوربتوب ته چمتو یو. د راپورنو له مخې که چیرې سیالۍ ترسره کېږي نو دا سیالۍ به د تړلو دروازو ترشا ترسره کېږي چې هېڅ کوم تماشاچي یا نندارچې به شتون ونه لري.

د یادونې وړ ده چې د دواړو ټیمونو سیالۍ له کرونا وړاندې ټاکل شوې وې چې تر اوسه پورې د سکاټلینډ کریکټ بورډ ورته په تمه دی چې دا سیالۍ په خپل کوربتوب ترسره کړي. یاده دې وې چې د دواړو کریکټ لوبډلو سیالۍ جون میاشت ته پلان شوې دې.
د سکاټلینډ کریکټ بورډ د یاد درې اړخېز سیریز په تړاو ویلي دي، چې مونږ چمتو یو دا سیالۍ پرته له نندارچیانو ترسره کړو. دا مهال ټولې کریکټ لوبې د کرونا له امله ځنډول شوي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې