دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ډي ویلیرز ويلي بورډ ورته د لوبډلمشرۍ وړاندیز کړې

د جنوبي افریقا مخکښ کرکټر چې په ۲۰۱۸ م کال کې یې د نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ یو ځل بیا د کرکټ نړۍ ته راستنیږي.ای بي ډي ویلیرز په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې سویلي افریقا کرکټ بورډ تري د بیا کيپتان کیدلو غوښتنه کړې ډي ویلیرز زیاتوې

(( له ما څخه غوښتنه وشوه چې زه باید یو ځل بیا د افریقا لپاره لوبډلمشر شم لیکن دغه برخه به زما لپاره اوسه مناسبه نه وي، زه باید د افریقا د یولس کسیز ټيم غړی شم ما ته دا مهمه نده چې د یوبل لوبغاړي ځای ونیسم،زما لپاره مهمه داده چې زه باید د یولوبغاړي پڅير په لوبډله کې ولوبیږم،زه احساس کوم چې باید په ۱۱ کسانو کې زه هم غوره شم او لوبې ترسره کړم)) ای بي په نړیوال کرکټ کې ځانګړی نوم او شهرت لري چې د نړۍ ګڼ شمیر بالران یې د لوبې پر جریان کې په خپلې بهترینه توپ وهنې ننګولي و،اوس افریقا کرکټ بورډ هڅه کوي چې ای بي یو ځل بیا نړیوال شل اوریزه جام ته راولي کوم چې د استرالیا په کوربتوب ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې