دلوبغاړو په اړه

سټوکس: که د ټېسټ کریکټ اصول بدل شي دا به اسانه کریکټ وي

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي الراونډر یا ټول چاري بین سټوکس ویلي دي، که چیرې د ټېسټ کریکټ قوانین بدل شي، نو ټېسټ کریکټ به په اسانه کریکټ باندې بدل شي. هغه د ټېسټ کریکټ اوسني قوانین سخت وباله او پر وینا یې چې دا قوانین که چیرې بدل شي نو ټېسټ کریکټ بڼه به په یو اسانه کریکټ بدل شي.

سټوکس چې د انګلینډۍ لوبډلې نامتو لوبغاړی دی او په ۲۰۱۹ م کال کې یې انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې ته د لومړي ځل لپاره شل اورېز نړیوال جام وګټه. هغه په نړیوال جام کې د پایلوبې پر مهال له نیوزیلینډۍ لوبډلې سره مخ شو چې په سوپر اور کې یې انګلینډۍ لوبډله ماته کړه.

هغه د ۲۰۱۹ م کال په تړاو هم خبرې وکړې او وویل، ۲۰۱۹ م کال به تل په انګلیستان کې یو نه هیردونکی کال وي. او دا کال به د انګلیستان کریکټ بورډ تل په یاد وې.

هغه د جوس بټلر ملګرتیا ښه وباله او پر وینا یې چې زه پر جوس بلټر باندې پوهېږم او هغه پر ما باندې پوهېږي چې مونږ باید څه ترسره کړو او څه ترسره نه کړو نو له همدې امله مونږ ونه غوښتل چې نړیوال جام پرمهال سوپر اور کې یو بل ته مشوره ورکړو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې