دلوبغاړو په اړه

د کرکټ نړۍ پاچا څوک وه؟

کریکټ ته به ډېر راشي ډېر به لاړ شي څوک چې راغلل د خپلو مټو زور یې وښوده چا توره وکړه او چا نه!
ډېر لګیا دي د تللو لوبغاړو ریکارډونه ماتوي څوک بریالي دي په دې کې څوک نه!
شاهد افریدي د تیزې سلیزې ریکارډ مات شوه د یوراج سینګ د شپږو شپږیزو ریکارډ لاپاتې دی دا یې ښه مثالونه دي.
اوس هندي لوبغاړی ویرات کوهلي لګیا دی تر څوک د کریکټ نړۍ زړور بیټسمېن سچن ټېنډولکر د سلو سلیزو ریکارډ مات کړي خو دا هم لا وخت نیسي لا ډېر وخت دغې ریکارډ ماتولو ته پاتې دی خو د ویرات کوهلي عمر هم ورځ تر بلې په ډېریدو دی.
سچن ټېنډولکر داسې ریکارډ د کریکټ په نړۍ کې پریښوده چې د کریکټ لوبغاړي به یې په ماتولو ستړي او ستومانه شي.
د سل سلیزو پاچا ټېنډولکر د بیټنګ برخه کې (۱۰۰) سلیزې جوړې دي خو د دې سربېره یې د هندوستان لپاره په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې (۲۰۰) وېکټې هم اخیستې دي.
د بالینګ کارنامو یې یوه کارنامه چې سچن پریښودې ده.
د اپرېل په ۲ یمه نېته ۲۰۰۵ م کال کې یې د پاکستان خلاف د ۵۰ منډو په ورکولو سره ۵ وېکټې واخیستې او پاکستان ته یې په ۸۷ منډو ماته ورکړه.
سچېن ټېنډولکر په وروستۍ مرکه کې ویلي، چې تل یې د هندوستان لپاره د بیټنګ تر څنګ داسې توپ اچونه کوله چې یا به یې هندوستان ته لوبه ګټله او یابه یې مساوي کوله.
سچن ټېنډولکر پر وړتیا تاسو خپل نظر ولیکئ؟
لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې