دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د شعیب اختر لپاره ترټولو بدترینه اخطار او خبرداری

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شعیب اختر ته د تفضول رضوي له لورې لومړی اخطار، شعیب اختر چې وخت ناوخت په خپل رسمي یوټوب چينل کې پر کرکټ او لوبغاړو تبصره کوي د سي شنبې په ورځ یې د پاکستان کرکټ بورډ خلاف خپله خوله راخلاسه کړه او د پاکستان کرکټ بورډ يې فاسد وبله، د شعیب قهر وروسته له هغې زیات شو کله چې په عمر اکمل باندې درې کلن بندیز ولګید.

شعیب په تېره ویډو کې ویلي و پاکستان کرکټ بورډ اوس نوې قانونونه وضع کوي، چا ته یې چې خوښه وي ازادې ورکوي او څوګ یې چې له پام بد شو نو بیا ورته دسیسه جوړي ، هغې د پاکستان د کرکټ بورډ پر وکیل تفضول رضوي توندې نیوکې کړې وي،او ویلي و چې د عمر اکمل لپاره ټول پلان همده جوړ کړې و.اوس تفضول رضوي د پاکستان پخواني لوبغاړي شعیب اختر ته یو نوټيس ورلیږلی چې د سل ميلونه روپو دی،

رضوي ویلي (( هیڅ کوم کس ته اجازه نشته چې د پاکستان پرکرکټ بورډ اواداره تورونه پورې کړې، شعیب په ویډو کې ډېر څه ویلي و نو مونږ مجبور یو چې هغه نه د سلو میلونو روپو چک واخلو ترڅو د بیا ځل لپاره داسي غلطې ونه کړې.ما د هغې پسي د سل میلونو پیسو چک لیږلی هغه باید بیا داسي تیروتنه ترسره نه کړې)) شعیب اختر لا تر اوسه پورې د رضوي خبرو ته کوم ځواب ندی ورکړی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې