نړیوال کریکټ

د بالیوډ د مشهوره اداکار مړینه او د هندي لوبغاړو خواشیني

د بالیوډ مشهوره اداکارعرفان خان نن ومړ، دغه ادکار د هندوستان یو داسي لوبغاړی و چې مشرانو او کشرانو ټولو ورته ډېر احترام کاو، شوجیټ سیکر ویلي((زما ګرانه عرفانه تاسو زما ویاړ یاست زه ستاسو په مړینه له زړه خفه یم)) ویراټ کوهلي ویلي (( د عرفان د مرګ په اوریدو زیات خفه شوم، زه به د هغه تیر یادونه هیر نه کړم،هغه د هندوستان د بالیوډ په برخه کې ډېره مشهوره څيره وه،د هغه د روح د ارمتیا په هیله)) یوراج سینګ ویلي

(( هغه یو ښه استعداد و او عالي لوبغاړی و د ده ترڅنګ هغه یو زړه سوانده انسان و، د هغې کورنۍ ته د زړه تسلیت وایم)) هرشاه بوګلي ویلي(( هغه د هندوستان لپاره یو ستوری و د هغه یادونه به تل پاتې وي کورنۍ ته یې د زړه تسلیت وایم)) پاکستانۍ تبصره کوونکي زینب عباس ویلي (( دا ویره ونکی خبر دی))

ګوتم ګمبیر ویلي (( هغه د هندوستان جوهر و، هغه ډېر ژر لاړ دا زمونږ د ټولو لپاره زړه بدونکی خبرو)) اکاش چوپړا ویلي (( د عرفان د مړینې خبر ولړزولم، هغه زما ډېر ښه ملګری و،کورنۍ او عزیزانو ته یې د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوم)) سوریش رینا ویلي (( د عرفان د مړینې په اوریدو ډېر خفه شوم،هغه ریښتیا هم د لوړې کچې لوبغاړي وکورنۍ ته یې تسلیت غواړم))سندیپ شرما ویلي (( زما د خوښې لوبغاړی ډېر ژر لاړ،دا یو ډېر حیرانونکی خبر و روح ته یې ارمتیا)) انیل کیمبل ویلي (( هغه ډېر ژر لاړ هغه یو ښه اداکار و زه یې کورنۍ او ملګرو ته د زړه تسلیت وایم.د هندوستان دغه مشهوره اکټر په فلمي نړۍ کې ځلانده ستور و او د هندوستان ټول ملت د نوموړي په مړینه ژوره خواشیني وښودله.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې