نړیوال کریکټ

جي ارنکومار د امریکا د متحده ایالت د کرکټ د ملي لوبډلې مشر روزونکی شو

د متحده ایالاتو کرکټ بورډ د سه شنبې په ورځ تایید کړه چې جي ارنکومار یې د لوبډلې لپاره مشر روزونکی وټاکه.د متحده ایالاتو د کرکټ بورډ رییس ایین هیګینس، وویل (( زه ډېره خوشاله یم چې مونږ لوبډلې ته یو مسلکي روزونکی پیدا کړ،جي هوکړه کړې چې هغه به همیشه د متحده ایالاتو د لوبډلې سره پاتې کیږي)) له ایین وروسته جي ارنکومار وویل ((زه ډېرخوښ یم چې لومړۍ نړیواله دنده مې واخیسته،ما دوه کلن قرارداد کړې او که امریکا یې وغواړې نو ترډېره وخته ورسره پاتې کیدلی شم،زه به وګورم چې په متحده ایالت کې د کرکټ څومره اسعدادونه شته،

دا زما لپاره ښه فرصت دی چې زه باید تري ګټه واخلم، زه ډېر په تمه یم چې کینګز ایلون پنجاب لپاره یو ځل بیا روزنه وکړم )) جي د هندوستان هیواد پخوانی لوبغاړی دی چې په رنجي ټرافي کې ترټول ښه کوچ بلل کیده هغه د کانډا ملي لوبډلې سره هم روزونکی پاتې شوې دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې