دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

تفضول رضوي ویلي عمراکمل حماقت کړې او په خپل کړې کار پښيمانه دی

د پاکستان کرکټ بورډ مشاور تفضول رضوي ویلي (( عمر اکمل یو ځل بیا کرکټ بورډ ته راغي او په خپل کړې کار زیات پښيمان دی، نوموړي لا تراوسه پورې نه تورنه منلي او نه یې رد کړې دي،عمر په تور اعتراف نه کوي، هغې د فساد ضد کوډ مات کړې او درې کاله سزا ورته ښه سبق کیدلی شي،عمر بورډ ته ویلي د ادارې فساد پر وړاندې کرکټ بورډ ته خبردارې نه ورکول منې خو دا کوم بند چې پرې ايښودل شوې ډېر زیات دی، رضوي زیاتوې د لوبغاړو د بند موده باید نوره هم زیاته شي ځکه لوبغاړي د دې کم بند څخه په ګټې اخیستنې هیڅ نه اصلاح کیږي))

عمر اکمل پر دې پړ دی چې هغه کرکټ بورډ ته د فساد ضد تورنونه خبر و خو کرکټ بورډ ته یې هیڅ احوال ندی ورکړې،له دې څخه مخکې عمر ته ویل شوې و چې دی له روزونکې سره ناسم برخورد کړې او باید مجازات شي.یاده دې وي چې پرون کامران اکمل د پاکستان کرکټ بورډ اداره خپله په فساد تورنه وبلله او درې کلن بند یې د عمر لپاره لویه دسیسه بیان کړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې