لیګونهنړیوال کریکټ

کریس ګيل نن رسماً د سټ لوسیا زوکس لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې کيڼ لاسي توپ وهونکی کریس ګيل نن رسماً د سټ لوسیا زوکس لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ.دا ځل نړۍ کرونا نیولي او د کرکټ ډېری لوبې یې د نامعلوم وخت لپاره ځنډولي دي، لاتر اوسه روښانه نده چې
cpl
یاکرابین،

لیګ به ترسره شي کنه،د ویسټ انډيز دغه کورنی تجارتي لیګ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ م کال کې پيل شو، چې هر کال پکې د کورنیو لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ ګڼ شمير لوبغاړي هم لیدل کيږي.ګریس ګيل چې له دې څخه مخکې یې د جمیکا سره څلور فصله لوبولي و دا ځل یې د کریس ګيل اخیستو ته زړه ښه نه کړ.ګریس ګيل چې د نړۍ یو مشهوره لوبغاړی دی ډېر تجارن هڅه کوي چې نوموړی د خپلې لوبډلې لپاره وپيري، که چيرته دا ځل په ۲۰۲۰ م کال کې د کرابین لیګ ترسره شو نو ګيل به د جمیکا پرځای د لوسیا زوکس لوبډلې سره ولوبیږي. یاده دې وي چې سټ لوسیا زوکس لوبډلې سره په لوبډله کې افغان سوکه توپ اچونکی قېس احمد شتون لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې