افغانستان کریکټ

سعید اجمل: د ټنډولکر نه لرې کیدل غلطه پریکړه وه

پاکستاني لوبغاړي سعید اجمل د امپایر یا لوبڅار پرېکړه چې په ۲۰۱۱ م کال کې یې د نړیوال جام پر مهال کړې وه، هغه پرېکړه یې غلطه وبلله. سعید اجمل ویلي دي، که چیرې لیک امپایر د سچن ټنډولکر اوټ ورکړی وه نو ممکن چې د ۲۰۱۱ نړیوال جام پایلې به بیا بل ډول وې.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره اونۍ لوبڅار انډي ګولډ په یوه تلویزوني مرکه کې څرګنده کړه، چې سچن ټنډولکر د پاکستاني توپ اچوونکي سعید اجمل پر توپ باندې اوټ وه. په داسې حال کې چې لوبڅار ناټ اوټ اعلان کړ. چې وروسته د لوبڅار دا پرېکړه له نیوکو سره مخ شوه.

د یادونې وړ ده چې سعید اجمل تلویزون امپایر یا ترډ (دریم لوبڅار) هم تورن کړ او د هغه پرېکړه یې هم ناسمه وبلله. دا ناسمه پرېکړه په ۲۰۱۱ م کال کې د نړیوال جام پر مهال شوې وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې