دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

رمیزویلي اوس وخت دی چې پاکستان کرکټ بورډ د میچ فکسينګ کوونکو لپاره قانون تصویب کړې

رمیز راجا د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د لنډ فارمټ کرکټ هغه لوبغاړی دی چې په تير کې یې د پاکستان هیواد لپاره ډېر لنډ کرکټ کړې و،اوس د نړۍ مخکښ مبصر دی چې وخت ناوخت د کرکټ د بهترینه لوبغاړو ستاینه کوي رمیز راجا په تازه مرکه کې ویلي (( د عمر اکمل درې کاله بندیز چې پاکستان کرکټ بورډ پرې ولګوه دا یې سمه پرېکړه ونکړه ځکه د هغه ټول کرکټ یې تباه کړ او اکمل چې بیا کرکټ ته راستنیږي نو دا ډېره وخت ته ضرورت لري، همدا شان پاکستان کرکټ بورډ شرجیل خان د بیا ځل لپاره ملي لوبډلې ته راستنوي چې هغه په تېر کې د میچ په فیکسینګ قضیه تورن شوې و،

راجا زیاتوي اوس د پاکستان کرکټ بورډ لپاره ښه وخت دی چې د میچ فیکسینګ کولو لپاره داسي قانون جوړ کړې چې نورو ترې عبرت واخلې ترڅو په راتلونکې کې دغه کړنه ترسره نشي)) یاده دې وي چې پاکستان کرکټ لوبغاړي ډېری په دغه تور تورنیږي چې د خپل هیواد په سرنوشت د پيسو په بدل کې لوبې وکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې