دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ایان سمیت د نیوزیلینډ څخه دسټکلیف میډال وګټه

ایان سمیت د نیوزیلینډ هیواد پخوانی ویکټ کيپر توپ وهونکی او د اوس وخت مخکښ تبصره کوونکی دی هغه د نیوزیلینډ څخه د ښه خدمتونو په بدل کې د سټکلیف میډل واخیست، تر اوسه دغه مډال والټرهډلي،ګراهام ډولینګ،موېر والیس، جان ریډ، ایوان چيټ فیلډ، او ریچارډ هډلي ترلاسه کړې دی،د نیوزیلینډ د کرکټ بورډ رییس ګریک بارکلي، ایان سمیت ته په مجازي مراسمو کې دغه مډال ورکړ.

ایان خپله لومړۍ ټیسټ لوبه په ۱۹۸۰ م کال کې د استرالیا خلاف وکړه،نوموړي د نیوزیلینډ لپاره ۱۲ کاله کرکټ وکړ او په دغه موده کې یې ۶۳ ټيسټ لوبې ترسره کړې د نیوزیلینډ د کرکټ بورډ رییس بارکلي د هغه د ښه خدمتونو څخه مننه وکړه او هغه یې د کرکټ په دونیا کې د نیوزیلینډ لپاره یو غټه سرمایع وبلله.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې