دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

یارکشایر لوبډلې د پوران اشوین او مهراج سره تړونونه لغوه اعلان کړل

دا چې په انګلستان هیواد کې د جولای تر درېمې نېټې هر ډول کرکټ بند شوې او هیڅ کوم کس ته اجازه نشته چې په ازاد لوبغالې کې لوبه ترسره کړې.اوس تازه د یارکشاير لوبډلې خبر ورکړ چې د درې بهرنیو لوبغاړوسره چې د ویسټ انډیزڅخه کیڼ لاسی توپ وهونکی نیکولاس پوران، د سویلي افریقا څخه کیشب مهراج،او د هندوستان څخه روي چندر اشوین هغه لوبغاړي دي چې یارکشاير لوبډلې ورسره خپل تړون لغوه اعلان کړ.د یارکشایر د کریکټ رییس مارتین موکسن وویل

(( زه په دې برخه کې د لوبغاړو څخه ډېره مننه کوم مونږ د کرونا ویروس له امله دغه تړونونه فسح کړل، زه اومید لرم چې په راتلونکې کې به د دوی لپاره منظم پلانونه ونیسو)) ویټالیټي بلاسټ سیالۍ د انګلستان هیواد کورنی تجارتي لیګ دی چې د نړۍ ګڼ شمير بهترینه لوبغاړي پکې لیدل کیږي. یاده دې وي چې د نړۍ ډېر لیګونه او لوبې کرونا ویروس ځنډولي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې