دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کلدیپ یاداپ ویلي له وسيم اکرام څخه یې ډېرې زده کړې کړې

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ سوکه توپ اچونکې کلدیپ یاداپ، ویلي (( زه د پاکستاني وسیم اکرم څخه ډېر متاثره یم، وسیم ماته ډېرې زده کړې نه دې راکړې خو ترډېره وخته به ورسره نیږدي کيناستم هغې به زما روحيه ډېره پياوړی کوله هغه په واقعیت کې یو ښه لوبغاړی او روزنکی و،وسیم زمونږ د لوبډلې کوچ و زه به یې په آی پي ایل کې تر خوا کيناستم هغه ډېر ښه لیدلوري د لوبې په جریان کې لره او ماته به یې سالمې مشورې راکولاي،

زه وسیم ډېر خوښوم،هغې زما هرې پوښتنې ته سم ځواب راکړې او زه به یې د لوبې څخه مخکې ډېر تشویق کولم)) تيره ورځ محمد شمعي هم د وسیم اکرم ستاینه وکړه شمعي ویلي (( ما ټول عمر د وسیم توپ اچونه په تلویزون لیدلي مګر ما دا فرصت پيدا نکړ چې له هغه څخه څه زده کړم)) وسیم اکرم د پاکستان هیواد د کرکټ په ډګر کې ځلانده ستوری و چې اوس وخت ناوخت په لیګونو کې د لوبډلو د روزنې دنده پر غاړه لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې