نړیوال کریکټ

ټيم پین ویلي که د هندوستان سره سیریز لغوه شي نو استرالیا به ۳۰۰ ميلونه تاوان وکړي

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پياوړې لوبغاړي ټيم پين د یوې مرکې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل (( مونږ د هندوستان کوربتوب په غاړه لرو هند باید زمونږ غوښتنه ومنې،ټول هغه تدابیر چې پکار دې مونږ یې د نیولو هڅه کوو، که هندوستان کرکټ بورډ او لوبډله یې زمونږ خبره ونه منې او دسیریز لپاره استرالیا هیواد ته رانشي نو استرالیا هیواد به د ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ میلونو ډالرو پورې د مالي زیان سره مخ شي.

هندوستان باید استرالیا ته په راتلو موافقه وکړي ځکه چې دا به د بورډ لپاره ډیری مالي مسلې حل کړي،مونږ د استرالیا د حکومت سره خبرې کړې هغوۍ نه مو د ځنې الوتکو غوښتنه کړې چې هغه د نورو څخه جلا دي په دې سره مونږ د هندوستان د
BCCI
کميټې ته ډاډ ورکولای شو)) یاده دې وي چې د هندوستان او استرالیا ترمنځ سیالۍ د کرونا ویروس له امله ځنډیدلی دې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې