دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

عمراکمل د درې کلونو لپاره د هر ډول کرکټ څخه منع کړې شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د منځنۍ لیکې ترټولو بهترینه توپ وهونکی عمر اکمل د درې کلن بندیز سره مخ شو.پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې عمر اکمل سر له نن ورځي په هیڅ کومه رسمي شل اوریزه، پنځوس اوریزه، او ټيسټ سیالۍ کې نشي لوبیدی.عمر اکمل له دې مخکې هیله مند و چې پاکستان کرکټ بورډ به یې ملي لوبډلې ته راولي خو د نوموړي هره هيله د درې کالو لپاره په غټ سیند لاهو شوه.عمر اکمل په درې قضیو کې مجرم پيژندل شوې و، چې اوس پري د پاکستان کرکټ بورډ درې کاله بندیز ولګوه.

د هغه غټه تیروتنه دا وه چې د خپل فیټنیس په جریان کې یې د روزونکې سره لفظې شخړه وکړه.عمر روزونکې ته ویلي و چې ته یوازې فیټنیس ته ګورې او نورو برخو ته نه ګورې د لوبغاړو ټولو برخو ته باید یو مسلکي روزونکی وګورې چې هغه په کوم ځای کې ستونزه لري.یاده دې وي چې عمر اکمل په کورني کرکټ کې ښه وځلید او تمه وه چې د پاکستان د سوپر لیګ څخه په ګټې ملي لوبډلې ته راشي لیکن پاکستان کرکټ بورډ له مخکې عمر ته قضیه جوړه کړه او هغه یې د لوبډلې څخه لري کړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې