نړیوال کریکټ

تایوان کې لاهم د کرکټ لس اوریزه لیګ ښه په درز کې روان دی

دا چې نړۍ د کرونا ویروس له امله زیانمنه شوې او د کرکټ هر ډول داخلې او نړیوالې سیالۍ یې د نامعلوم وخت لپاره ځنډولې تایوان د دې هیوادونو څخه برعکس د کرکټ لس اوریزه لیګ ترسره کوي.دغه لیګ د تایوان په مرکزي تایپي ښار کې ترسره کيږي، چې ګڼ شمير تایواني لوبغاړي پکې ګډون وال دي، ټي پایې یو سوداګریز لیګ دی چې څو ورځي وړاندې د تایوان په مرکز تايپي کې پيل شو.

په دغه لیګ کې اته لوبډلې دې چې په دوه ګروپونو ویشل شوې دې دغه لیګ د اپریل میاشتې په ۲۴ نېټه پيل او د مې تر درېمې نيټې به دوام وکړي.د یاد لیګ په اړه دلوبو بشپړ معلومات نه ترلاسه کيږي خو یوازې د پيل او پاې په اړه یې خبرونه لیدل کيږي.

ټي ټين یا لس اوریزه لیګ چې په تایوان کې روان دی زیاتره لوبې یې په شنو لوبغالو کې ترسره کيږي هغه لوبغالې چې ډېری (ګراس) یا واښه ولري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې