افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

۲۰۱۹ م کال او د افغانستان کرکټ ته لنډه کتنه

۲۰۱۹ م کال د کرکټ په نړۍ کې هغه کال و چې د افغانستان په شمول پکې د نړۍ ډېرو لوبډولوسخت زیانونه ولیدل او ځنې لوبډلو پکې بیا ښه ګټه وکړه.په د دې کال په وروستیو کې، ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام ترسره شو، چې هرې لوبډلې یې د ګټلوخوب لیده.دغه کال د افغانستان لپاره ډېر بدترینه کال و، ځکه افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۸ م کال کې د زیمبابوې په کوربتوب دغي جام ته کولیفای وکړه، چې د ډېرو سختوحالاتو وروسته افغانستان د دغي راونډ اتلوالي هم د ویسټ انډیز څخه ترلاسه کړه.تر دې وخته پورې د افغانستان د ملي لوبډلې سره د خلکو مينه بي کچې وه، او هیڅ څاری یې نه لیدل کیده.

افغانستان په ۲۰۱۹ م کال کې زیاتې لاسته راوړنې ونه لرودې او پر همدغه کال د افغانستان کرکټ ملي لوبډله دړې وړې شوه.د دې جام د شروع څخه مخکې افغانستان یوه ډېره نا اشنا پرېکړه وکړه افغان کرکټ بورډ اضغر افغان لري کړ او پر ځای يې ګلبدین نایب کيپتان کړ،چې دغه پرېکړه د هیڅ یو افغان لپاره دمنلو وړ نه وه او ان د کرکټ نړیوالې شورا هم دغه پرېکړه ډېره عجيبه وبلله.د اضغر له لرې کیدو وروسته په لوبډله کې سخت تعیرات راغلل، نبي، راشد، او ورته نورو لوبغاړو د ګلبدین پر کيپتانۍ هیڅ خوښې ونه ښوده او دایې د کرکټ بورډ یوه ستره تیروتنه وبلله.له دې وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په برخو وویشل شوله او نړیوال جام ته تګ د نا هیلو سره پيل شو، د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام وارم اپ میچونه پيل شول افغانستان کرکټ ملي لوبډله د پاکستان سره په سیالۍ کې ښکيل شوه او په یوه تمریناتي لوبه کې یې پاکستان ته سخت ګوزار ورکړ، دافغانستان پيل تر دغه ځای بد نه و خو کله چې د جام رسمي سیالیو ته ور داخل شو نو لوبډله کې د تل پڅير توپرې چلندونه ولیدل شو،حضرت الله ځاځی چې د پاکستان خلاف یې په وارم اپ میچ کې د هر بالرخلاف په زړه پورې اننګز ولوبوه ضرورت و چې یو ځل بیا باید د پاکستان پر وړاندې لوبډلې ته په رسمي سیالۍ کې راګرځيدلی وی

خو هغسي ونه شو، په دې سیالۍ کې چې افغانستان د پاکستان سره په نړیوال جام کې لرله پوره چانس و چې افغانستان د لومړي ځل لپاره په نړیوال میدان کې خپل سرسخت سیال پاکستان په ګونډو کړې، د دې لوبې نقشه افغان سوکه توپ اچونکو راشد او مجیب په بشپړ ډول بدله کړه اما د وخت کيپتان ګلبدین نایب د افغانستان د هر لیدونکې سترګې له اوښکو ډکې کړې او په لوی لاس یې پاکستان ته سیالۍ ور ډالۍ کړه.په دغي جام کې د افغان لوبغاړو سره د ډېرو افغانانو دعاګاني نه وي او نه په افغان لوبډله کې داسي څه لیدل کیدل چې هغه دې د اتفاق نښه وي،ګلبدین نایب د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ویکټ کيپر لوبغاړی شهزاد محمدي بیرته افغانستان ته را روحصت کړ او هغه ته یې وویل چې فیټنیس یې ناسم دی نوموړی باید په خپل فیټنیس زیات کار وکړي ترڅو بیا لوبډلې ته راستون شي.۲۰۱۹ م کال د افغانستان د کرکټ لپاره تباه کونکی کال و چې هم یې مینوال له کرکټ څخه زړه تورن کړل او همدا شان یې د افغانستان په سرنوشت لوبې وکړې.له دې وروسته افغانستان کرکټ بورډ کې نوې تعیرات راغلل، ګلبدین نایب له کيپتانۍ څخه لری کړ شو او پرځای یې راشد خان ارمان د درې واړو فارمټونو کيپتان شو، راشد په خپلې کيپتانۍ کې وشو کولای چې بنګله دیش لوبډله په ټیسټ لوبو کې په ګونډو کړي.

افغان کرکټ بورډ یو ځل بیا خپل تصمیم بدل کړ او د درې واړه فارمټون لپاره یې پخوانی کيپتان اضغر افغان بیا راوست،او افغان کرکټ بورډ د راشد ارمان د لنډ وخت کيپتانۍ ته د پاې ټکې کيښود.د افغانستان په شمول هندوستان، پاکستان، بنګله دیش،ویسټ انډیز، استرالیا،جنوبي افریقا،او سریلانکا، هغه لوبډلې وي چې د نړۍ وال جام د ګټلو خوب یې همداسي په زړه کې ارمان پاتې شو.د دې جام د اتلوالۍ لپاره نیوزیلینډ او کوربه انګلستان لوبډلې سره مخ شوې په لوبه کې د څو غلطیو له وجې نیوزیلینډ لوبډلې ونه شو کولای چې د دې جام د بریا سکه وګوري. او د ۲۰۱۹م کال نړیوال پنځوس اوریزه جام د انګلستان په ګټه پاې ته ورسید.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې