دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کیل راهول ويلي اوس هم ورته د نړیوال پنځوس اوریزه جام نېمه پاې لوبه یو خوب ښکارې

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ویکټ کيپر اوپنر توپ وهونکې کېل راهول په یوه ویډیوي یې مرکه کې ویلي (( که چيرته زما د کير یر په اړه له ما څخه څوک پوښتنه وکړي نو زه به ورته د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام نېمه پاې لوبه یاده کړم،دا لوبه زما لپاره نه هیریدونکې وه زه اوس هم کله نا کله د دې سیالۍ خوب وینم او ډېر وخت مې هغه صحنې سترګو ته کيږي چې مونږ له نړیوال جام څخه په نېمه پاې لوبه کې بهر شو.

زمونږ لوبډله مخکې ډېره ښه روانه وه یوه سیالۍ مو هم نه وه بایللې مونږ په نېمه پاې لوبه کې ماته وخوړه زه نه پوهیږم چې پر دې وخت کې به لوړپوړو لوبغاړو څه سوچ درلوده خو دا ريښتیا هم ډېره دردونکې ورځ وه د دې لوبې د بایلي وروسته لاهم ډېر لوبغاړي ندې بښل شوې)) یاده دې وي چې په ۲۰۱۹ م کال پنځوس اوریزه جام کې هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ هیواد څخه یوه ستره ماته وخوړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې