نړیوال کریکټ

وسیم خان ویلي که وضعیت خراب شي نو زه به لومړی کس یم چې خپل معاش به کم کړم

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې اجرایوي رییس وسیم خان ویلي (( دا چې ټوله نړۍ کرونا ویروس نیولي او وضعیت د بحران په لور روان دی که چیرته خبره همداسي خراب شي نو زه به د پاکستان په کرکټ بورډ کې لومړی کس یم چې خپل معاش به ډېر کم کړم،مونږ د راتلونکې څو کلونو لپاره د مالي زیان سره نه مخ کیږو،مونږ ډېر خوشبخت یو چې د پاکستان سوپر لیګ مو په کور کې ترسره کړ،وسیم خان دا هم وویل،

دا مهال په بودیجه کار کوي او دوی د مرکزي قراردادي لوبغاړو د معاشونود کمولو پلان نلري،موږ اړتیا لرو چې خپل کورنی کرکټ تمویل کړو ځکه چې په اوسني وضعیت کې د سپانسرانو ترلاسه کول امکان نه لري.مونږ هڅه کوو چې د غیرې ضرورې لګښتونو مخه ونیسو دپاکستان کرکټ بورډ رییس احسان ماني لا دمخه ټول لګښتونه کنټرول کړې دي)) یاده دې وي چې د نړۍ هر ډول سیالۍ د کرونا ویروس له امله په ټپه درول شوې دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې