لیګونه

هارډېک پانډیا: آی پي آیل دې د تړلو دروازو ترشا ترسره شي

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي الراونډر هارډېک پانډیا په یوه مرکه ویلي دي، چې هند سوداګرېز لیګ دې پرته له نندارچینانو او د تړلو دروازو ترشا ترسره شي. د هند سوداګرېز لیګ آی پي آیل ۱۳ م پړاو د روان ویروس له امله تر نامعلومې نیټې پورې ځنډول شوی دی.

هارډېک پانډیا له خپل ورور کرونال پانډیا او دنیش کارتېک سره په ژوندۍ بڼه په انسټاګرام کې اړیکه نیولې وه، چې د خبرو پر مهال هارډېک وویل، ای پي ایل پرته له نندارچیانو ترسره کول یو غوره انتخاب دی. هارډېک پانډیا همدا راز وویل:

“دا به لږ حیرانوونکي وي، مونږ له نندارچیانو پرته سیالۍ نه دې ترسره کړې. نو ځکه دا به لږ حیرانوونکي ووسې.” هارډېک وایي که له تماشاچیانو پرته آی پي آیل ترسره شي نو دا به غوره وي، ځکه چې مینه وال به لږ په کورونو کې ساعت تیره او په خپلو کورونو کې به پاتي شي.

د یادونې وړ ده چې د کرونا ویروس له کبله په ټوله نړۍ کې د سپورټ هر ډول لوبې او لیګونه تر نا معلومې نیټې پورې ځنډول شوي او تړل شوي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې