دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سنجې مانجریکر ویلي د بابراغظم له توپ وهنې بيل خوند اخلم

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کرکټر سنجي مانجریکر ویلي (( بابر اغظم وروسته له هغه په ټيسټ کرکټ کې مشهوره شو کله چې نوموړی د استرالیا خلاف په ټيسټ لوبه کې ډېر ښه ولوبید، دا د یو ځوان توپ وهونکې لپاره اسانه خبره نه وي چې د استرالیا په لوبغالوکې د خپلې خوښې لوبه ترسره کړې، بابر اغظم د نړۍ ټاپ کرکټر دی چې په ټیسټ کرکټ کې د آی سي سي سره په درجه بندۍ کې غوره ځای لري، زه د بابر اغظم لوبه له نیږدې څارم هغه په ریښتنې ډول یو ښه توپ وهونکی دی،زه د هغې له کرکټ څخه خوند اخلم دا ځانګړنه به د نړۍ په کمو خلکو کې وي چې په شل اوریزه پنځوس اوریزه، او ټيسټ کرکټ کې یو ډول لوبه ترسره کوي))

بابر اغظم د پاکستان هیواد نوموتی کرکټر دی چې وخت نا وخت یې د نړۍ مشهوره پخواني لوبغاړي ستاينه کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې