افغانستان کریکټ

د آی پي آیل په تاریخ کې غوره توپ اچوونکي

د کریکټ لوبه چې یوه نړیواله لوبه ده او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې خورا زیات شمېر مینه وال لري. په کریکټ لوبه کې مونږ پوهېږو چې دا لوبه د توپ اچوونکي ملاتړ کوي او په دې کې هېڅ شک نشته یو پیاوړی توپ اچوونکی د دې وړتیا لري چې د خپلې پیاوړې توپ اچونې پر بنسټ د نړۍ ګڼو پیاړو توپ وهوونکو ته د توپ وهنې پر مهال ستونزې را ولاړې کړې او هغوی تر خپل کنټرول لاندې راولې. په ننۍ لیکنه کې به درته پنځه هغه توپ اچوونکي در وپېژنو چې د نړۍ په ستر سوداګرېز لیګ آی پي آیل په تاریخ کې یې غوره توپ اچونه ترسره کړې ده.

۱- لیسېت ملېنګا

دغه سریلانکایی تېز بالر چې په یارکر توپ کې خورا ښه مهارت لري او توپ وهوونکي ته په اسانۍ سره اجازه نه ورکوي چې پر ده باندې د بونډرۍ رواستلو هڅه وکړي. ملېنګا په هند غوره لیګ کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې برخه دی او په هند غوره لیګ کې د ډېرو ویکیټو اخیستلو په لیست کې یې نوم لومړی نمبر دی چې اوس یې د ای پي ایل په تاریخ کې د غوره توپ اچوونکو په لیست کې هم لومړی مقام ترلاسه کړی دی. په دې وروستیو کې داسې انګیرنې موجودې دي که چیرې ملېنګا هند غوره لیګ کې ونه لوبېږي نو نوموړی به د ممبۍ انډیانز لوبډلې توپ اچونې روزونکی وټاکل شي.

۲- ډوین براوو

د وېسټ انډېزۍ لوبډلې پیاوړي الراونډر په هند غوره لیګ کې د غوره توپ اچوونکو په لیست کې دویم مقام خپل کړی دی. براوو چې په هندوستان غوره لیګ کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لپاره لوبېږي او د چینای لوبډلې لوبډلمشر اېم اېس ډوني پر براوو باندې خورا زیات اعتماد لري. ډوین براوو د چینای سوپر کېنګز لپاره تل ښه توپ اچونه کړې ده په ځانګړي توګه د لوبې په منځنۍ برخه کې او د لوبې په وروستیو اورونو کې یې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړې ده.

۳- سنېل نارین

سنېل نارین چې په هند غوره لیګ کې د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې مهم لوبغاړی دی او په آی پي ایل کې یې د خپلې ښیې توپ اچونې پر بنسټ اوس د ای پي ایل په تاریخ کې د غوره توپ اچوونکو په لیست یا جدول کې خپل نوم ځای پر ځای کړی دی. نارین د ښیې توپ اچونې تر څنګ د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې لپاره ښه توپ وهنه هم ترسره کړې ده. د ویلو وړ ده چې نارین تل د لوبې په جریان کې خاموشه لوبه ترسره کوي چې له همدې کبله یې ګڼ شمېر مینه وال هم موندلې دي او نارین یې د خوښې وړ لوبغاړی دی.

۴- بهوونیشور کمار

د هندۍ لوبډلې تجربه لرونکي تېز توپ اچوونکي بهوونیشور کمار او په هند غوره لیګ کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې مهم توپ اچوونکی بهوونیشور کمار د آی پي ایل په تاریخ کې یو له غوره بالرانو څخه دی. کمار تل د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لپاره بریالۍ توپ اچونه ترسره کړې ده او په ۲۰۱۶ م کال کې یې د سنراېرز حېدراباد لوبډلې سره د ای پي ایل په اتلولۍ جام ګټلو کې مرسته وکړه.

۵- جسپرېټ بومره

جسپرېټ بومره چې د ممبۍ انډیانز لوبډلې برخه دی او له ممبۍ انډیانز لوبډلې سره یې مرسته کړې ده چې تر څو بریا ترلاسه کړي. جسپرېټ بومره د ای پي ایل په تاریخ کې د غوره توپ اچوونکو په نوملړ کې خپل نوم شامل کړی دی. د نړۍ پیاړو توپ وهوونکو د وروستۍ اورنو په جریان کې د بومره له خطرناکو یارکرو څخه دفاع نه ده کړې د بومره خطرناکو یارکر توپونو له ده سره مرسته کړې ده چې توپ وهوونکی له مخې پورته کړي. جسپرېټ بومره له ۲۰۱۳ م کال راهیسې له ممبۍ انډیانز لوبډلې سره مل دی او له ممبۍ انډیانز لوبډلې سره په څلور واړو اتلولیو کې برخوال وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې