افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

دوه افغان لوبغاړو خیبرعمر او نواز خان د امریکا د متحده ایالت څخه د کډوالۍ غوښتنه کړې

د افغانستان دوه پياوړي لوبغاړي چې لا یې د ملي ټیم سکه نه وه کړې او نه په نړیوال کرکټ کې لیدل شوې و، دواړه د څو میاشتو راهیسي په امریکا کې اوسیدل چې اوس یې تازه د امریکا د متحده ایالت څخه د ګډوالۍ غوښتنه کړې.نواز خان، او خیبر عمر، چې په کورني کرکټ کې یې ښه نتیجه ورکړې وه د افغانستان کرکټ بورډ د نه پاملرنې له وجې دواړو څو میاشتې وړاندې دغه هیواد ترک کړې او په امریکا کې میشت شوې دې.

خیبر عمر او نواز خان د افغانستان د الف لوبډلې دوه پياوړي لوبغاړي و چې لا یې ملي لوبډلې ته د راتګ وخت ته اړتیا وه.خیبر او نواز دا نده روښانه کړې چې ایا د افغانستان کرکټ بورډ‌ ورسره ناسم سلوک کړې او که په خپله خوښه یې د افغانستان هیواد پريخې او په متحد امریکار کې د کډوالۍ ژوند غوره کړې. یاده دې وي چې دا لومړی ځل ندی چې کوم افغان لوبغاړی دې له هیواد څخه کډوال کیږي په تير کې د افغانستان څخه ډېر لوبغاړي بهر هیوادونو ته تللي ترڅو خپل کرکټ غني او ګټه تري پورته کړې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې