نړیوال کریکټ

جوفرا آرچر څخه د ۲۰۱۹ نړیوال جام میډال ورک شوی دی

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې تېز بالر جوفرا ارچر چې په ۲۰۱۹ نړیوال جام کې یې د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې بریالی استازیتوب وکړ او له انګلینډۍ لوبډلې سره یې مرسته وکړله، چې نړیوال جام د لومړي ځل لپاره وګټي. ارچر ته له ښیې کارګردګي وروسته یو مډال ورکړل شو.

چې تازه نوموړي ویلي دي، چې له هغه څخه د ۲۰۱۹ نړیوال جام میډال ورک شوی دی. جوفرا ارچر وایي ما خپل کور بدلولو په جریان کې دغه میډال له لاسه ورکړی دی. د ارچر پر وینا، چې ما مې خپل میډال په یو انځور کې ځړولی وه چې انځور په دیوال کې شته دی خو میډال پکې نشته دی.

جوفرا ارچر د خبرو په دوام سره وویل، ما له نږدې یوې اونۍ راهیسې خپل کور ورپسې لټ په لټ کړ مګر تر اوسه پورې مې یاد میډال پیدا نکړ. جوفرا ارچر وایي، ما د کرونا ویروس په ګرځبندېز کې خپل ټول وخت د دغه میډال په پلټنو کې تیر کړی دی. ارچر چې یو پیاوړی بالر دی او د نړۍ په مشهورو لیګونو کې هم لوبیدلی دی هغه د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر مهال په پایلوبه کې د انګلینډ لپاره په سوپر اور کې له ۱۵ منډو څخه دفاع وکړه او انګلینډ کریکټ لوبډلې سره یې مرسته وکړله چې لومړي ځل لپاره د شل اورېز نړیوال جام ټرافۍ وګټي.

جوفرا ارچر وایي، زه پوهېږم چې زما ورک شوی میډال په همدې کور کې دی او زه به همداسې خپلو پلټنو ته دوام ورکړم.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې