دلوبغاړو په اړه

کیل راهول د کریکټ لوبو نشتون له امله اوس په انلاین ډول لوډو کوي

دا چې د کرونا وژونکي ویروس له امله په ټوله نړۍ کې د کریکټ لوبې او تر څنګ یې نورې ورزشي لوبي تر نامعلومې نیټې پورې ځنډول شوي دي، نو ډیری ورزشکاران اوس په ټولنېزو رسنیو کې خورا فعاله لیدل کېږي او وخت نا وخت له خپلو مینه والو سره په ژوندۍ بڼه اړیکې نیسې. او زیات شمېر لوبغاړي بیا په قرنطین کې انلاین ګیمونه هم کوي چې څو اونۍ وړاندې د هندوستان پخواني کیپتان اېم اېس ډوني ویلي وه، چې زه د (PUBG) ګيم خورا غټ مینه وال یم همدغه راز نه یواځې اېم اېس ډوني دا ګیم کوي بلکې دا ګیم (لوبه) د هند کریکټ ملي لوبډلې نور لوبغاړي هم ترسره کوي.

د اپرېل په ۲۳ مه نیټه (پنجشنبې) په ورځ د هندۍ لوبډلې نامتو لوبغاړي کیل راهول له هندې اداکارې او د بالیوډ مشهورو څېرو اتیا شیټي، اکانشا رنجن کپور او سوداګر ریتک بهسن پر وړاندې د لوډو انلاین ګیم پیل کړی وه چې په یاد ګیم کې نامتو کریکټر (کیل راهول) لومړی مقام ترلاسه کړ.

د نوموړي د یادې بریا انځور پر ټولنېزو رسنیو هم خپور شوی دی چې ګڼ شمېر هندي وېبپاڼو بیا ورته لیکلې دي، چې د کریکټ لوبو نشتون له کبله اوس لوبغاړو انلاین لوبو ته مخه کړې ده او هر څوګ د خپلې خوښې وړ لوبه په انلاین ډول ترسره کوي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې