دلوبغاړو په اړه

ډوېډ وارنر: د راشد خان او بهوونېشو کمار توپ اچونه وستایله

د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لوبډلمشر ډوېډ وارنر په یوه مرکه کې چې په انسټاګرام کې یې د سنراېرز حېدراباد لوبډلې پیاوړي توپ وهوونکي جوني بیرسټو سره په ژوندۍ بڼه اړیکه نیولې وه، ډوېډ وارنر په دغه مرکه کې له جوني بیرسټو سره د سنراېزر حېدراباد لوبډلې په تړاو خبرې وکړلې.

وارنر د سنراېزر حېدراباد لوبډلې توپ اچونې لین وستایه په ځانګړي توګه نوموړي د بهوونېشور کمار او د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې لیګ سپنر راشد خان توپ اچونه وستایله، وارنر ویلي دي مونږ په تېزو بالرانو کې بهوونېشور کمار لرو او په سپینرانو کې بیا د افغانستان ویاړ لیګ سپینر راشد خان لرو. وارنر له بیرسټو سره د خبرو په دوام داسې وویل:

“مونږ خورا ښه لوبډله ترلاسه کړې ده، زمونږ د نوملړ د غوره شیانو څخه دا دي چې مونږ په توپ اچونه کې ژورتیا لرو. مونږ سوېنګ بالېنګ ترلاسه کړی دی او زمونږ بالېنګ مرګونی دی زمونږ مرګونی بالېنګ به د سیالۍ په جریان کې خورا غوره وي.”

وارنر او بیرسټو په هند غوره لیګ کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې پیاوړي پېلیز توپ وهوونکي دي. دوی د خبرو په دوام کې وویل، زمونږ د بریالۍ ملګرتیا راز په دې کې دی چې مونږ په ویکیټه باندې پاتې کېږو. وانر پر وینا، زه په ویکیټه باندې پاتې کېدل خوښوم او زه فکر کوم چې په ویکیټه باندې پاتې کېدل زمونږ انرژي ده.

سنراېزر حېدراباد لوبډلې څلور کاله وړاندې په ۲۰۱۶ م کال کې د هند ستر تجارتي لیګ اتلولۍ جام ګټلی وه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې