نړیوال کریکټ

په پنځوس اوریزه لوبه کې کوم لوبغاړي د افغانستان لپاره لومړی سلیزه ووهله ؟

د افغانستان پيليز توپوهونکی او ويکټ ساتونکی محمد شهزاد هغه افغان لوبغاړی‌ دی چې د افغانستان په ګټه يې په يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې لومړنۍ سليزه وهلې. شهزاد محمدي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو نامتو کرکټر و چې په کال ۲۰۰۹ م کې یې د نیدرلینډ یا هالنډ پر وړاندې سلیزه ووهله. په ۲۰۰۹ م کال کې افغانستان کرکټ ملي لوبډلې رشد وکړ او د کرکټ نړیوالې شورا ورته ځانګړې پاملرنه وکړه.پيل کې د افغانستان لپاره شهزاد محمدي یوازیني توپ وهونکی و چې د کرکټ دوهمه درجه لوبډلې به ترې ډېرې ویریدلي او د نوموړي د اوټ کولو لپاره به یې مختلف بالران کارول.د شهزاد سره په ملي لوبډله کې په مسلسل ډول زیات ظلم وشو او ډېری وخت د کرکټ بورډ له عقدوي چلند سره مخ و پر هغه څو ځله تور ولګول شو چې هغه پاکستانی دی او د یاد هیواد پر وړاندې لوبه نه ترسره کوي.

شهزاد ته په ۲۰۱۹ م کال کې کرکټ بورډ یوه بله د فیټنیس دوسیه جوړه کړه چې د نوموړي فیټنیس د لوبې پر جریان سم نه دی شهزاد له ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریزه جام څخه وویستل شو او د هغه پرځای اکرام الخيل لوبډلې ته راغي اکرام د شهزاد تشه ډکه نکړه او افغانستان د یو غلط منجمینټ له وجې خپلې ۹ واړه سیالۍ وبایللي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې