لیګونه

وېرات کوهلي: تر څو چې آی پي آیل کې لوبېږم نو آر سي بي لوبډله نه پرېږدم

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او په هند غوره لیګ کې د بنګلور چلېنجرز (آر سي بي) لوبډلې لوبډلمشر وېرات کوهلي په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي دي، تر کومه چې زه په هند ستر سوداګرېز لیګ کې لوبېږم نو زه به له ار سي بي لوبډلې سره مل پاتي کېږم او ار سي بي لوبډله به نه خوشې کوم. د بنګلور چلېنجرز لوبډله په هند غوره لیګ کې هغه لوبډله ده چې درې ځله یې د ای پي ایل پای لوبې ته لار موندلې ده خو تر اوسه یې د هند غوره لیګ اتلولۍ جام ګټلی نه دی.

که څه هم بنګلور چلېنجرز لوبډلې د اتلولۍ جام نه دی ګټلی خو مینه وال یې اوس هم هیله مند دي چې یوه ورځ نه یوه ورځ به د دوی د خوښې وړ لوبډله (ار سي بي) د ای پي آیل اتلولۍ جام وګټي. د ار سي بي لوبډله یوه هغه لوبډله ده چې هند غوره لیګ پای لوبه یې نه ده ګټلي خو مینه وال یې اوس زیات دي او اوس یې هم ملاتړ کوي.

وېرات کوهلي د سوېلي افریقا پخواني لوبغاړي او د بنګلور چلېنجرز لوبډلې مهم توپ وهوونکي ای بي ډویلیرز سره د جمعي په ورځ انسټاګرام کې اړیکه ټېنګه کړې وه، کوهلي په خبرو کې ډویلیرز ته وویل، “سیالۍ ګټل زمونږ هدف دی، مګر تر څو چې پای لوبه ونه ګټم ار سي بي لوبډله نه پرېږدم دا یو ډېر په زړه پوری سفر دی دا به تل زمونږ خوب (هیله) وي چې په ګډه د آی پي ایل اتلولۍ جام وګټو کوهلي همدغه راز زیاته کړه تر اوسه پورې داسې څه شتون نه لري چې زه دې ار سي بي لوبډلې پرېښودو فکر وکړم وېرات کوهلي پر وینا زه د مینه والو وفادارۍ ته خورا حیران یم او د دوی مینه چې ار سي بي لوبډلې سره ده خورا په زړه پورې ده.””

د یادونې وړ ده چې سږ کال د دغه لیګ ترسره کېدل د کرونا ویروس له امله نا ممکن بریښې، خو په ورته وخت کې بي سي سي آی دا لیګ تر نا معلومې نیټې پورې ځنډولی دی بل لوري ته داسې راپورنه ورکړل شوي دي چې دا لیګ به د تړلو دروازو ترشا ترسره کېږي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې