افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

نوین الحق وایي، چې کریکټ یو ځل بیا پیل شي نو خپلو جنګ ځپلو هېوادوالو ته به خوښي راوړم

دا چې د کرونا وژونکي ویروس له کبله د کریکټ لوبې تر نا معلومې نیټې پورې ځنډول شوي دي او د کریکټ ټول لوبغاړي اوس مهال په خپلو کورونو کې قرنطین شوي دي. تازه د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نوین الحق ځانګړې مرکه چې د ټایمیز اف انډیا سپورټ وېبپاڼې باندې خپره شوي ده او له نوین الحق یې ځینې پوښتنې کړې دي او نوین الحق ورته ځوابونه ویلي دي چې دلته افغان کرېک انفو وېبپاڼه کې به تاسې ته د نوموړي یاده مرکه په لیکنه بڼه خپره کړو. نوین الحق په پیل کې وویل، چې کریکټ یو ځل بیا پیل شي نو زه به خپلو جنګ ځپلو هېوادوالو ته خوښي راوړم زه به داسې یو ملت ته خوښي راوړم چې په هېواد کې یې نه ختمیدونکی جنګ لېدلی دی.

د پوښتنو او ځوابونو برخه

ژورنالیست: ټوله نړۍ د کرونا ویروسي (ناروغۍ) له امله ځپل شوي ده. په دې وخت کې ستاسې د هېواد کریکټ څومره زیان موندلی دی آیا مینه والو دلته خپلې هیلې له لاسه ورکړي دي؟ نوین الحق: هو زمونږ د هېواد کریکټ هم د نورو هېوادونو په څېر له دې سخت وخت څخه تیرېږي. دواړه کریکټران او مینه وال اوس مهال ورک دي. ژورنالیست: د قرنطین پر مهال ځان هڅول څومره ستونزمن دي او وخت مو څنګه پایته رسوئ؟ نوین الحق: هو، په دې سخت وخت کې ځان هڅول ستونزمن کار دی، مګر د نړیوال کریکټر په توګه مونږ باید دې وخت ته د یوې وقفې په توګه وګورو او د لوبې ذهني اړخ په اړه فکر وکړو زه فکر کوم چې یو ځل کریکټ بیا پیل شي نو زه به په ښه فکري فضا کې اوسم. زه خپل وخت په میوزیک اوریدلو، فلمونو لیدلو او په کور کې تمرین کولو باندې پایته رسوم. ژورنالیست: آیا تاسو فکر کوئ چې شل اورېز نړیوال جام به په دې شرایطو کې د افغانستان لپاره خورا مهم وي؟ آیا تاسې به په دې جام کې ولوبېږئ، ځکه چې دا به ستاسې لومړنی نارینه جام وي؟ نوین الحق: زه فکر کوم چې نړیوال جام د هر هېواد لپاره مهم دی او څوک چې په دې جام کې لوبېږي. هو؛ که زه غوره شوی یم نو دا به زما لپاره لومړنی نړیوال جام وي. د هر کریکټر په څېر دا به زما لپاره یو خوب په رښتیا بدل شي چې زه یې د خپل هېواد لپاره په نړیوال جام کې استازیتوب وکړم. ژورنالیست: افغانستان اوس د اسپینرانو لپاره ډېر پېژندل شوی، چې راشد خان او مجېب الرحمن یې ښیې بیلګې دي، آیا تاسې ځوانان هڅول غواړئ چې د دوی په څېر خطرناک توپ اچوونکي جوړ شئ؟ نوین الحق: هو؛ زمونږ هېواد اوس د اسپینرانو لپاره پېژندل شوی، مګر زه فکر کوم چې مونږ یو څه ښه تېز بالران هم لرو. زه غواړم چې ځوانان وهڅوم تېز توپ اچوونکي ور څخه جوړ شي ځکه چې کریکټ کې باید د تېزو بالرانو تشه ډکه شي. ژورنالیست: افغانستان هم د یوې اوږدې مودې جګړې له امله یو جنګ ځپلی هیواد دی. آیا تاسو د لوبېدو په وخت کې له ستونزو سره مخ شوي یاست؟ نوین الحق: زمونږ هېواد په تېرو وختونو کې خورا له سختو حالاتو څخه تیرېږي. دا یو ستونزمن کار دی چې په داسې یو هېواد کې سپورټ ولرئ چې جګړې ځپلی دی. مګر کریکټ یو داسې سپورټ دی چې په افغانستان کې یې د ملیونونو جګړه ځپلو خلکو پر مخ خندا راوړې ده، نو زه د خپلو هېوادوالو لپاره دا خوښوم. ژورنالیست: آیا تاسو په راتلونکې کې د هندوستان پر وړاندې د لوبې پر مهال، وېرات کوهلي ته د توپ اچونې په هیله یاست؟ نوین الحق: هو؛ زه دې ته سترګې په لار یم که شل اورېز نړیوال جام او یا هم آسیا جام ترسره شي او زه په کې ولوبېږم نو زه به د نړۍ غوره توپ وهوونکو ته توپ اچونه وکړم. ژورنالیست: آیا غواړئ آی پي آیل کې ولوبېږئ، زه فکر کوم تاسې له راجستان رایلز لوبډلې سره څه اړیکه هم درلودله؟ نوین الحق: هو بالکل؛ زه غواړم چې د نړۍ په ستر لیګ کې ولوبېږم. د راجستان رایلز ازموینې لپاره تلل زما لپاره د زده کړې ښه تجربه وه. انشاالله زه به په راتلونکې کې چانس پیدا کړم. ژورنالیست: کېرون پولارډ سره ستاسو سیالۍ په زړه پورې وه د افغانستان او وېسټ انډېز لړۍ په جریان کې له پولارډ سره ستاسې شخړه آیا تاسې هغه شخړه بیانولی شئ؟ نوین الحق: هو‌؛ له پولارډ سره لږه شخړه وه، مګر زه فکر کوم چې هغه خپل ذهن له لاسه ورکړی وه. ژورنالیست: تاسو په افغانستان غوره لیګ کې چې دوبۍ کې وه تاسې له وېسټ انډېزي الراونډر انډري رسل سره وئ آیا له هغه مو کوم څه زده کړل؟ نوین الحق: زه خوشاله وم چې هغه زمونږ په لوبډله کې وه رسل یو ډېر ښه او مهربان شخص وه. ژورنالیست: تاسو د سوېلي افریقا پخواني لوبغاړي لانس کلونز څخه څه زده کړل چې اوس مهال د افغانستان کوچ دی؟ نوین الحق: ما له لانس سره ډېر بحثونه لرل، زه له هغه څخه په لوبه کې د رواني او تاکتیکي شیانو په اړه ډېر څه زده کوم. ژورنالیست: تاسو د افغانستان پخواني لوبغاړي حمید حسن سره ډېر لږ مخ شوئ. آیا تاسو له هغه څخه څه زده کړل؟ نوین الحق: زه له حمید سره خبرې کوم. هغه ماته ویل چې زه باید په لوبه کې په ځینو ځانګړو شرایطو کې څه وکړم. لانس او حمید دواړه زما لپاره خورا ګټور دي. ژورنالیست: د افغانستان د کریکټ ټیم اوس مهال څومره ښه ځای لري چې د نړۍ کریکټ لوی توپ وهنه وکړي؟ نوین الحق: زما په آند زمونږ ټیم په شل اورېز فارمیټ کې خورا متوازن او ښه ځای لري. مونږ کولی شو چې په شل اورېز فارمیټ کې خورا ښه وده وکړو.
پای.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې