دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ثنا مير له نړیواله کرکټ سره مخه ښه وکړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نومتي ښځينه کرکټره ثنامير له کرکټ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه.ثنا مير له ۲۰۰۹ م کال راهیسي تر ۲۰۱۷ م کال پورې د پاکستان د ښځينه و لوبډلې لوبډلمشره هم وه.پاکستان کرکټ بورډ د ثنا مير د کړې خدمتونوڅخه مننه وکړه او هغه یې د پاکستان یوه اتله د کرکټ په تاریخ کې وبلله.

ثنا مير د پاکستان کرکټ بورډ، د خپلو روزنکو، کورنۍ او د بورډ د ټولو سلاکارنو څخه ځانګړې مننه وکړه چې دی یې هر وخت کرکټ ته هڅولي او دلوبې پر جریان کې ورته ډاډ ورکړې و.مير زیاتوې له هغه چا ډېره مننه کوم چې زما خوبونه یې په ریښتیا بدل کړل دا زما لپاره بهترینه وخت و چې ما د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

مير د کرکټ نړیوالې شورا څخه هم ځانګړې مننه وکړه چې د ښځو حقونو ته د کرکټ په برخه کې ډېره ترجع ورکوي.ثنا مير د پاکستان هیواد لپاره ۱۵ کاله کورنی او نړیوال کرکټ وکړ چې دلوبې پر جریان کې یې ډېرې لاسته راوړنې هم لرلي وي.ثنا مير په ۱۹۸۶ م کال کې د پاکستان خیبر پښتونخوا کې وزیږیدله.په ښي لاس یې توپ اچونه او توپ وهنه کوله.مير خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د سریلانکا خلاف په ۲۰۰۵ م کال کې ترسره کړه.او د شل اوریزو لوبو پیل یې د ایرلینډ پر وړاندې په کال ۲۰۰۹ م کې وکړ.هغه اوس مهال ۳۴ کاله عمر لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې