دلوبغاړو په اړه

کاګېسو رباډا: د کوهلي غوره فعالیت ته درناوی لرم

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې تېز بالر کاګېسو رباډا ویلي دي، چې زه د کوهلي غوره فعالیت ته درناوی لرم خو کوهلي باید دې ته وهڅول شي چې تر څو په لوبغالي کې ښه فعالیت وکړي کوهلي او رباډا څو ځلې په میدان (لوبغالي) کې شخړه هم کړې ده. کوهلي نه یوازې دغه افریقایي لوبغاړي سره شخړه کړې بلکې هغه په کریکټ لوبه کې د لوبې په جریان کې له لوبڅار او نورو لوبغاړو سره هم لفظي شخړې کړې دي.

له کاګېسو رباډا څخه وغوښتل شول چې د داسې یو لوبغاړي نوم دې واخلي چې نوموړی ورته درناوی لري، کاګېسو رباډا په ځواب کې ورته د هندي لوبډلمشر وېرات کوهلي نوم واخيست او ورته یې وویل، زه کوهلي ته ډېر درناوی لرم کوهلي په دوامداره توګه غوره فعالیت ترسره کوي رباډا همدغه راز زیاته کړه کوهلي په ټېسټ فارمیټ کې هم ښه کارګردګي ترسره کوي.

رباډا د خبرو په دوام سره وویل، زه انګلیستانی بین سټوکس، اسټرالیایی سټو سمټ او نیوزیلینډی لوبغاړی کېن ویلیمسن هم خوښوم او دوی هم ښه لوبغاړي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې