دلوبغاړو په اړه

مايکل هسي وایي، دا دوه لوبډلمشران مې د خوښې دي

د چینای سوپر کېنګز لوبډلې د بېټينګ اوسني کوچ مایکل هسي ویلي دي، په نړۍ کې مې د خوښې وړ دوه لوبډلمشران دي هغه یو هم د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لوبډلمشر او هندوستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اېم اېس ډوني او بل یې هم د اسټرالیا کیپتان ریکي پونټېنګ غوره کړ.

هسي د دواړو په اړه داسې وویل: “دوی دواړه حیرانوونکي لوبډلمشران دي. د دوی تقسیم ول خورا ستونزمن کار دی دوی هم یو بل ته ورته نه دي. مایکل هسي د ډوني په اړه وویل، ډوني یو ارامه لوبډلمشر دی هغه ډیرې خبرې نه کوي کله هم چې خبرې کوي نو خورا ګټوري وي او د هغه خبرو ته ټول غوږ نیسې.”

مایکل هسي د ریکي پونټېنګ په تړاو هم خبرې وکړي: ” ریکي پونټېنګ یو ډېر متحرک دی. هغه په میدان کې مقابله کوونکی دی، هغه په ډګر ساتنه کې هم خورا ښه تمام شوی دی ریکي پونټېنګ یو غوره لوبډلمشر تر څنګ یو غوره توپ وهوونکی هم دی.

د یادونې وړ ده ریکي پونټېنګ او اېم اېس دواړو خورا ښه لوبډلمشري د خپلې لوبډلې په ګټه ترسره کړې ده او په لوبډلمشرۍ کې یې یو بریالی مزل پایته رسولی دی ډوني په هند غوره لیګ کې اوس هم د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لوبډلمشر دی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې