نړیوال کریکټ

عمران خان: هغه وخت هندۍ لوبډله زمونږ سیاله نه وه او زه پرې خواشینې کېدم

د پاکستان او هندوستان کریکټ لوبډلې د کریکټ په نړۍ کې یو له هغو لوبډلو څخه دي چې د یو بل سخت خلاف دي دوی چې له یوې لسیزې راهیسې یې هېڅ داسې سیالۍ یا لړۍ نه ده ترسره کړې چې پکې یواځې هند کریکټ ملي لوبډلې او پاکستان کریکټ ملي لوبډلې ګډون کړی وې دوی نه یواځې په کریکټ لوبه کې له یو بل سره وران دي بلکې دوی له سیاسي اړخ څخه هم خورا د یو بل خلاف دي او زیاتره وخت دوی پر ټولنېزو رسنیو یو بل ته سخت ځوابونه ورکوې. چې په اصطلاح د ټولنېزو رسنیو جنګ یې پر مخ روان کړی وې. چې اوس دا ځل د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني کیپتان او د پاکستان هېواد اوسني لومړي وزېر عمران خان پر هند کریکټ ملي لوبډلې خوله پرانیستې ده.

عمران خان ویلي دي، یو وخت هندۍ لوبډله زمونږ سیاله نه وه او مونږ به دوی ته ماتې ورکوله دوی به مو سخت د فشار لاندې راوستوله خو له ماتې وروسته به زه پر هندۍ لوبډلې خواشینې کېدلم، عمران د خپلو خبرو په دوام داسې وویل:

“کله به چې زه لوبغالي ته د ټاس اچولو لپاره ښکته کېدلم نو ما به هندي لوبډلمشر مخ ته کتل چې په مخ کې به یې ما د ویرې او ډار نښې لېدلي په هغو ورځو کې هندوستان زمونږ سیالان نه وه.”

دوی يواځې په اسیا جام او نړیوال جام کې د یو بل سره مخ کېږي، خو که چیرې سږ کال د کرونا ویروس له امله اسیا جام او یا نړیوال جام وځنډول شي نو د دواړو لوبډلو مخامخ کېدل به یو ځل بیا خورا نا ممکن وې.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې