دلوبغاړو په اړه

شکیب الحسن خپل بیټ په ۱۸ لاکه روپۍ لیلام کړ

د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې افسانوې الراونډر شکیب الحسن خپل بیټ په ۱۸ لاکه روپۍ لیلام کړ، چې د یاد بیټ پیسې به د کرونا ریلیف فنډ ته ډالۍ کړي له دې وړاندې دوه نورو بنګله دېشي لوبغاړو هم خپل بیټونه لیلام ته وړاندې کړې وه چې یو یې ویکټ ساتوونکی او توپ وهوونکی مشفیق الرحیم وه او بل یې هم اشرفول وه چې خپل بیټونه یې لیلامۍ ته وړاندې کړې وه.

شکیب الحسن ژمنه کړې وه، چې د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام بیټ به لیلامۍ ته وړاندې کړي. چې اوس راپورنه ورکړل شوي دي چې د شکیب الحسن د نړیوال جام بیټ په ۱۸ لاکه روپۍ لیلام شوی دی چې دغه پیسې به ټولې د کرونا ریلیف فنډ ته ورکړل شي او له بنګله دېشي وګړو سره به پرې مرسته وشې.

یاد بیټ په نیوریاک کې میشته بنګله دېشي وګړي په آنلاین بڼه اخیستی دی. شکیب الحسن په دغه بیټ باندې په نړیوال جام کې ۶۰۶ منډي جوړې کړې وې.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې