دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

شين واټسن ویلي پونټینګ او وارن یې د خوښې لوبغاړي دي

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخواني الراونډر، شين واټسن ویلي (( زما لپاره ریکي پونټینګ او شین وارن غوره لوبغاړي دي. دا دواړه د نړۍ بهترینه کرکټران و.دوی داسي مهارتونه درلودل چې په نړې کې یې زه په ډېرو کمو لوبغاړو کې ګورم. ریکي پونټینګ پر ما زیات باور درلود زه به یې د لوبې پر جریان زیات تشویقولم.شین وارن د هندوستان په
IPL
لیګ کې یو عجیب لوبډلمشر و هغه یو نامتو کيپتان و،د هغه په کيپتانۍ کې هیڅ پوښتنه نشته،وارن په تکتیک کې خوره بریالی لوبغاړی و.کله به چې ما له دوی سره لوبه ترسره کوله نو به د لوبې څخه ډېر خوند اخیسته))

شين واټسن د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې یو له نامتو الراونډارنو څخه حسابیدلی شي چې نوموړي د خپل کرکټ په تاریخ کې په ۳۰۷ سیالیو کې ۲۹۱ لوبغاړي سوځولي همدا شان یې ۱۱،۰۰۰ منډې هم ترلاسه کړې دي.شین واټسن څه موده مخکې له نړیوال کرکټ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه.چې اوس په استرالیا کرکټ بورډ کې ترټولو غټه دنده هم پر خپله غاړه لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې