دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سچن ټنډولکر نن ۴۷ کلن شو هغه خپله کليزه د خپلې میرمنې او ماشومانو سره ولمانځله

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو کرکټر سچن ټنډولکر نن ۴۷ کلن شو. دا چې ټول هندوستان قرنطین دی او خلک نشي کولای چې د خپلو کورنو څخه دباندي راووځي نو سچن ټنډولکر خپله ۴۷ تمه کلیزه د خپلې میرمن او کورنۍ سره ولمانځله.سچن چې کوم ډول تعرف ته اړتیا نلري نن د جمعي په ورځ ۴۷ کلن شو هغه د کرکټ په دونیا کې داسي ریکارډونه تر شاه پریخي چې ماتول به یې د کرکټ لوبغاړو ته دومره ساده خبره نه وي.سچن په خپله وروستۍ مرکه کې وویل (( زه ډېر خوشاله یم چې د خپلې کورنۍ سره یم زما مور زما میرمن او زما ماشومان ماته ډېره اړتيا لري زه په کور کې کار کوم زما خوښيږي چې بوټه ته اوبه واچوم همدا شان خواړه پخوم،کور پاکوم،او خپل لاسونه زیات وخت پاک مینځم زه باید همیشه د خپلو ماشومانو پرمخ موسکا وګورم ځکه دا د هر چا ارمان وي چې خپله کورنۍ خوشاله وګوري))

سچن ټنډولکر په داسي ورځ ۴۷ کلن کیږي چې نړۍ د کرونا ویروس سخته وځپله او لا په جریان کې ده نوموړي د خپلې میرمن (انجلي) سره په ډېره خوشالۍ خپله ۴۷ تمه کلیزه ولمانځله.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې