دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

روهیت ویلي شوبمن ګيل دې په لوبډله کې وساتل شي ځکه هغه یو بهترینه توپ وهونکی دی

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې اوپنر توپ وهونکې روهیت شرما ویلي (( شوبمن ګيل ښه راتلونکی لري هغه باید په لوبډله کې پاتې شي.هغه د لوبې پر جریان کې ډېر ښه لیدل کیږي او ډېرې منډې ترلاسه کوي.زه احساس کوم چې هغه باید لوبډلې ته راوستل شي ځکه شوبمن ګيل یو راونې توپ وهونکی دی چې د لوبې مطابق توپ وهنه ترسره کوي.شوبمن په کورني کرکټ کې تر ټولو غښتلی لیدل کيږي.نوموړي په کال ۲۰۱۸ کې د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته او بیا خوره مشهوره شو))

شوبمن ګيل ۲۱ فرسټ کلاس سیالۍ چې پکې ۲۱۳۳، منډې ترلاسه کړې همدا شان یې په لیسټ آی لوبو کې ۵۷ اننګزونه کې چې ۲۲۸۰ منډې لري.او په ۳۷ شل اوریزه لوبو کې ۷۷۷ منډې ترلاسه کړې.نوموړي د خپل کرکټ په تاریخ کې ۱۳ سلیزې او ۲۷ نېمه سلیزې ترلاسه کړې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې