نړیوال کریکټ

د پاکستان او هالنډ سیریز د کرونا ویروس له امله لغوه شو

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې او د هالنډ کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د راتلونکو درې یو ورځینو لوبو لړۍ چې پر لاره اچول شوې وه، د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له کبله د هالنډ کریکټ بورډ له لوري لغوه شوه د دغو لوبو لړۍ ځنډېدو وروسته د پاکستان کریکټ بورډ اجرایوي رئیس وسیم خان خواشینې څرګنده کړه.

وسیم خان د خبرو په دوام وویل، که څه هم هالنډ کریکټ ملي لوبډلې سره زمونږ سیالۍ وځنډول شوي خو د لوبغاړو له ژوند څخه مونږ ته هېڅ هم نه دي مهم.

وسیم خان همدغه راز زیاته کړه، مونږ له هالنډۍ لوبډلې سربیره له انګلینډۍ لوبډلې سره ۳ ټېسټ او ۳ شل اوريزې سیالۍ لرو په داسې حال کې چې ټاکل شوي ده له ایرلنډۍ لوبډلې سره هم راتلونکې کې دوه شل اوریزې لوبې ترسره کړو.

ټاکل شوې وه چې د هالنډ او پاکستان ترمنځ د درې یو ورځینو لوبو سیریز په جولاي میاشت کې ترسره شوې وه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې