نړیوال کریکټ

د اسټرالیا اجرایوي مشر د شل اورېز نړیوال جام نیټې بدلون ته اشاره وکړه

د اسټرالیا کریکټ بورډ اجرایوي مشر (سي ای) رابرتز د پنجشنبې په ورځ د شل اورېز نړیوال جام لپاره په نیټه کې د احتمالي بدلون اشاره وکړه او ویلي یې دي چې مونږ د نورو اختیارونو په لټه کې یو د دې سیالۍ د ترسره کولو لپاره، چې ټاکل شوي ده په اکتوبر یا نومبر میاشت کې دغه لوبې پر لاره واچول شي.

خو بل لوري ته اي سي سي یا د کریکټ نړیواله شورا ټېنګار کوي چې شل اورېز نړیوال جام به په خپله نیټه اکتوبر میاشت کې په اسټرالیا کې پیل شي. رابرتز ویلي دي مونږ به هڅه وکړو چې شل اورېز نړیوال جام پر خپله نیټه ترسره کړو او د یوې زړه پورې ټورنامنټ چارې په ښه ډول پر مخ یوسو چې ټول خلک خوښ او خوندي وساتو.

رابرتز دغه خبرې اي سي سي ته په یوه غونډه کې وکړي اي سي سي د پنجشنې په ورځ یو خبرې کنفرانس تنظیم کړی وه، چې د نړیوال جام سربیره یې په دې اړه هم خبرې وکړي چې څنګه د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ سره مبارزه وکړي او سپورټ لوبې یې له منفې اغېزو وژ غورل شي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې