دلوبغاړو په اړه

دنیش کارتيک: هندي لوبغاړي د تړلو دروازو ترشا په سیالیو ترسره کولو کې هېڅ ستونزه نه لري

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې افسانوې لوبغاړي دنیش کارتیک ویلي دي چې هندي لوبغاړي د تړلو دروازو ترشا په سیالیو ترسره کولو کې هېڅ ستونزه نه لري. د هندوستان تجارتي ستر لیګ هم د کرونا وبا (ناروغۍ) له امله تر نا معلومې نیټې پورې ځنډول شوي دی.

دنیش کارتیک چې په هندوستان غوره لیګ کې به د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې رهبري هم پر غاړه ولري د اي پي ایل ترسره کېدل یې د تړلو دروازو ترشا هم غوره وباله او پر وینا یې چې دوی به هېڅ کومه ستونزه ونه لري.

کارتیک چې په انسټاګرام یې له پخواني انګلیستاني لوبغاړي اېشا ګوه سره په ژوندۍ بڼه اړیکه نیولې وه ورته یې په خبرو کې وویل، مونږ ډېر ځله په خالي لوبغالو کې سیالۍ ترسره کړې دي که چیرې سږ کال اي پي ایل د تړلو دروازو ترشا ترسره شي نو مونږ هېڅ کومه ستونزه ورسره نه لرو ځکه دا به زمونږ لپاره کومه نوي خبر نه وې.

کارتیک وایي، دا به خورا حیرانوونکي وي چې هند غوره لیګ له نندارچیانو یا تماشاچیانو پرته ترسره شي، ځکه تر دې دمه پورې مونږ هند غوره لیګ له مینه والو پرته نه دی لېدلی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې