لیګونهنړیوال کریکټ

ایم ایس له دیارلس کلن ځنډ وروسته د سید مشتاق علي سیالیو کې لوبیږي

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کيپتان ایم ایس ډوني غواړې د هند په کورني کرکټ سیالیو کې ولوبیږي.دا چې ایم ایس له ډېره وخته په ملي لوبډله کې مصروفه و نو ډومیسټیک کرکټ ته یې دومره پاملرنه نه کوله اوس له دیارلس کلن ځنډ وروسته د دې سیالیو لپاره راګرځي.د ننه په هند هیواد کې د سید مشتاق علي په نوم یو ټورمینټ هر کال د دې لپاره ترسره کيږي چې د لوبغاړو فزیکي فیټنیس او د دوی د توپ وهنې ټچ او فوم پکې وکتل شي دغه ټورنمینټ شل اوریزه وي او ګڼ شمير هندي لوبغاړي پکې لیدل کيږي.

دا چې له هندي پخواني کيپتان ایم ایس څخه لاره ورکه ده نو مجبوره دی ترڅو خپل فوم دلته ښکاره کړې او یو ځل بیا ملي لوبډلې ته راستون شي.نوموړی په ۲۰۰۷ م کال کې په دغه ټرافۍ کې ګډون کړې و چې ښه اننګزونه یې نندارې ته وړاندې کړل.مهیندرسینګ ډوني هغه وخت د کرکټ بورډ له پام څخه وغورځيد کله چې نوموړي د نيوزیلینډ خلاف په نېمه پاې لوبه کې ډېر بالونه ډاټ کړل او له هغه وروسته یې خپله ویکټ په رن اوټ کې د لاسه ورکړه.اوس نوموړي تکل کړې چې د یارلس کاله وروسته د مشتاق علي شل اوریزه ټورنمینټ کې ګډون کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې