نړیوال کریکټ

انګلستان کې د جولای تر لومړی نېټې پورې هیڅ ډول سیالۍ نه ترسره کيږي

د کرونا ویروس په نړۍ کې داخلې او نړیوالې ټولې سیالۍ بندې کړې دي چې انګلستان کرکټ بورډ هم د جولای تر لومړی نېټې پورې هر ډول لوبې په کور دننه بندې کړې دي.انګلستان لاهم د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې سره دوه اړخيزه سیریز ځنډولی.د ده ترڅنګ د انګلستان د ښځینو سفر هم هند ته ځنډول شوې اوس انګلستان کرکټ بورډ خبر ورکړکومې لوبې چې ځنډول شوې او یا هم لغوه شوې مونږ به ورته منظم پلان ونیسو.

د بورډ یو غړي ویلي (( زمون پلان دا ده چې د کال په ورستیو کې د لوبو د بیا تنظیم لپاره هڅه وکړو.د نورو لوبو تر څنګ زموږ ترټولو لویه ننګونه دا ده چې څنګه د دغي ویروس مخ ونیسو)) یاده دې وي چې د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې سپورټ سیالۍ د نامعلومه نېټې پورې بندې دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې