لیګونه

کرېس ګېل د سېنټ لوسیا زوکس لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ

په کرابېن پریمیر لیګ کې د سېنټ لوسیا زوکس لوبډلې د وېسټ انډېز افسانوې توپ وهوونکي او د نړۍ خطرناکه توپ وهوونکي کرېس ګېل سره تړون لاسلیک کړ ګېل له دې وړاندې له جمیکا طلالهاس کلب سره تړون لاسلیک کړی وه چې سږ کال نوموړی د جمیکا طلالهاس کلب له لوري له نظره غورځول شوی وه.

د کرابېن پریمیر لیګ چې ټاکل شوي ده د اګسټ په ۱۹ مه نیټه پیل شي، چې کرېس ګېل به د سېنټ لوسیا زوکس لوبډلې لپاره ولوبېږي. سیمی د کرېس ګېل تړون لیک د سېنټ لوسیا زوکس لوبډلې سره خورا ښه خبر وباله او پر وینا یې:

“دا د سېنټ لوسیا زوکس لوبډلې او زما لپاره یو په زړه پوری خبر دی، چې په شل اورېز کریکټ کې د نړۍ پیاوړی توپ وهوونکی او د اوپنرانو سره د هغه تجربې مونږ ته ډېر څه زده کولی شي.” سمی همدغه راز زیاته کړه دا په CPL (کرابین پریمیر لیګ) کې خورا ښه او په زړه پورې خبر دی چې ګېل له مونږ سره یو ځای شو.

د سېنټ لوسیا زوکس لوبډلې روزونکي انډي فلاور د کرېس ګېل لاسلیک کولو پر مهال په تبصره کې وویل، کرېس ګېل مې یو ښه ملګری دی او له هغه سره اوږده ملګرتیا لرم او ما د هغه لوبې لېدلي دي مونږ تمه لرو چې دا کال زمونږ لپاره ځانګړی کال وي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې