دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

کریس ګيل له سټ لوسیا زوکس لوبډلې سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې مشهوره لوبغاړي ګریس ګيل د جميکا سره خپل تړون لغوه او د لوسیا زوکس لوبډلې سره یې نوې تړون لاسلیک کړ.
cpl
چې د ویسټ انډيز هیواد کورنی تجارتي لیګ دی د نړۍ ګن شمير لوبغاړي پکې لیدل کیږي.اوس کریس ګیل پرېکړه کړې چې په دې لیګ کې د جميکا پر ځای د سټ لوسیا زوکس لوبډلې لپاره ولوبیږي. دزوکس لوبډله چې ډيرن سمي یې کيپتاني په خپله غاړه لري نوموړي د کریس ګيل په راتګ ډېره خوشالي وښودله.سمي ویلي(( زه ډېر خوشاله یم چې د نړۍ مشهوره کرکټر ګریس ګيل له مونږ سره یوځای شو. ګيل په شل اوریزه فارمټ کې غوره لوبغاړی دی او زمونږ ځوان اوپنرانو ته به ښه تجربې ورکړې))

د ده ترڅنګ د لوسیا کرکټ لوبډلې کوچ انډي فلاور ویلي ((۲۰۲۰ م کال به د زوکس لوبډلې لپاره ډېر ګټور کال وي ځکه مونږ د نړۍ بهترینه اوپنر پيدا کړ او د دې ترڅنګ له مونږ سره په لوبډله کې د ډيرن سمي پڅيرکيپتان هم شتون لري)) د ویسټ انډیز کرکټ بورډ خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۰ م کال سي پي ایل به په خپل وخت ترسره شي د کرکټ مینوال دغه لیګ ته انتظار باسي.سي پي ایل به د اګسټ په ۱۹ نېټه پيل او د سيپټمبر تر ۲۶ مې نېټې پورې دوام وکړي.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې