دلوبغاړو په اړه

پنځه کرېکټران چې له کریکټ لوبو وړاندې یې نورې ورزشي لوبې ترسره کړې دي

په نړۍ کې بېلابېلې پېژندل شوې، ورزشي لوبي شته دی چې هر څوګ د خپلې خوښې وړ لوبه کوي او څاري یې خو په ورته وخت کې داسې لوبغاړي او اشخاص شته دی چې د نورو رسمي لوبو ترڅنګ یې نورې رسمي ورزشي سیالۍ هم ترسره کړي دي د کریکټ مشهورې وېبپاڼې کرېکټرېکر پنځه هغه لوبغاړي په ډاګه کړې دي چې د کریکټ لوبو ته له راتګ څخه وړاندې یې نورې لوبې هم ترسره کړې دي.

۱- اېلیس پیري

دغه اسټرالیايې میرمنه چې اوس د اسټرالیا کریکټ ښځینه ملي لوبډلې پیاوړې الراونډره ده او د اسټرالیا ښځینه کریکټ ملي لوبډلې لپاره یې په یو شمېر سیالیو کې ریکارډونه هم جوړ کړې دي او یو لړ لوبې یې د اسټرالیا کریکټ ښځینه لوبډلې په بریا سره پایته رسولې دي، خو دغې پیاوړې لوبغاړې او میرمنې د کریکټ لوبې سربیره د فوټبال لوبه هم ترسره کړې ده او د اسټرالیا فوټبال ښځینه لوبډلې لوبغاړې پاتي شوې ده دغې پیاوړې لوبغاړې کېنبرا یوناېټډ او سېډني لوبډلو لپاره لوبېدلي وه د حیرانتیا وړ خبره دا ده چې دغه ۲۷ کلنې میرمنې په ۱۶ کلنۍ کې د کریکټ لوبې او فوټبال لوبې غړې وه اېليس پیري په دواړو ورزشي لوبو کې د اسټراليا لپاره په نړیوال جام کې لوبېدلي ده.

۲- ای بي ډویلیرز

ای بي ډویلیرز چې په کریکټ لوبه کې د نړۍ بې رحمه توپ وهوونکی دی خو د ډویلیرز د کریکټ لوبې کیسه خورا عجیبه ده هغه ځکه، چې ډویلیرز د کریکټ لوبې څخه یو ځل تقاعد اعلان کړ خو اوس نوموړی بیا غواړي چې په نړیوال جام کې د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې استازیتوب وکړي. ډویلیرز په ځوان عمر کې پر سپورټي سیالیو بوخت دی په رسنیو کې د ډویلیرز په تړاو انګیرنې دوام لري چې هغه په هاکي، بېډمنټن او مېز ټېنس کې د سوېلي افریقا استازیتوب کړی دی. خو په ورته وخت کې ډویلیرز دا راپورنه په خپله رد کړې دي. خو په ۲۰۱۶ م کال کې د یوې مرکې پر مهال ډویلیرز دا څرګنده کړه چې هغه په ښوونځي کې د هاکي لوبې یو پیاوړی لوبغاړی وه او همدا راز یې زیاته کړه چې د هاکي ترڅنګ یې نورې ورزشي لوبې هم ترسره کړې دي خو هغه زیاته کړه چې دومره ښه لوبغاړی نه وه چې د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.

۳- جونټې روډس

جونټې روډس چې د یو غوره ډګر ساتوونکي په توګه پېژندل کېږي او په حقیقت کې هغه رښتیا هم یو ښه ډګر ساتوونکی وه، کله چې نوموړي د سوېلي افریقا لپاره پر سیالۍ پيل وکړ نړيوالو د روډس په څېر پیاوړی ډګر ساتوونکی نه وه لېدلی. روډس چې د هاکي یو ښه لوبغاړی وه او سوېلي افریقا المپیک هاکي لوبډلې لپاره غوره شوی وه په ۱۹۹۲ کال کې نوموړی د بارسلونا لوبډلې سره یو ځای شو خو له بده مرغه چې نوموړی په ازموینه کې پاتې راغی او له هغې وروسته روډس هېڅکله هم المپیک ته لار ونه موندله. وروسته نوموړی د ټپ له امله د تل لپاره له لوبو څخه کیښنول شو روډس د سوېلي افریقا کریکټ لوبډلې استازیتوب په بریالۍ توګه پایته رسولی.

۴- برینډن مکالم

برینډن مکالم یو بل ډول د کریکټ لوبغاړی وه هغه په مېدان (لوبغالي) کې هم وېکټ ساتوونکی وه، هم یو تکړه توپ وهوونکی وه او همدغه شان تر څنګ یې یو ستراتیژیک لوبډلمشر هم وه. په هر صورت ډیری مینه وال به نه پوهېږي چې مکالم د کریکټ لوبې سربیره د رګبي لوبې یو غوره لوبغاړی هم وه داسې موقعه هم موجوده وه چې مکالم کولی شول چې د نیوزیلینډ رګبي لوبډلې کې شامل شي خو له کریکټ څخه د تقاعد پر مهال برینډن مکالم د رګبي لوبې ته د لنډ وخت لپاره را ستون شو. مګر دا مقصده د ډېر وخت لپاره دوام ونه کړ. مکالم اوس په هندوستان ستر تجارتي لیګ کې د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې عمومي روزونکی دی.

۵- سوزي بېټس

سوزي بېټس یو هغه لوبغاړې ده چې د کلونو په اوږدو کې د کریکټ لوبې یوه مشهوره څېره ګرځېدلي ده نوموړې ټولټال ۱۲۴ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې دي چې د ۱۲۴ یو ورځینو لوبو په مرسته یې ۴۵۳۴ منډي جوړي کړي دي. سوزي بېټس د نیوزیلینډ ښځینه لوبډلې یوه مخکښه کرېکټره وه، چې په ۱۲۴ سیالیو کې یې ۷۵ ویکیټې هم ترلاسه کړې وې. سوزي بېټس د پیاوړې الراونډرې او تکړه کیپتانې ترڅنګ د باسکیټبال یوه پیاوړې لوبغاړې هم وه او په باسکیټبال سیالیو کې یې د خپل هېواد نیوزیلینډ استازیتوب کړی وه هغې د باسکیټبال لوبو دوام ته لږ وخت وقف کړی وه خو ډېر وخت یې بیا د کریکټ لوبې ته وقف کړی وه نوموړې د نړۍ په یو شمېر لیګونو کې هم ګډون کړی دی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې