دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ویسټ انډیز کرکټ بورډ د لوبغاړو معاشات ځنډولي

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ د جنورۍ له میاشتې څخه تر اوسه پورې لوبغاړو ته معاشات ندې ورکړې.ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې د سریلانکا او اېرلینډ سره سیریزونه درلودل چې دغه لوبې د کرونا ویروس له امله ترسره نه شوې د دې هیواد بورډ مني چې لوبغاړو ته یې د ۲۰۲۰ م کال د پيل څخه تراوسه هیڅ مياشتنې معاش ندی ورکړی.د یاد هیواد د کرکټ بورډ اجرایوي رییس جوهاني ګرپ ویلي

(( زمونږ بورډ له مالي پلوه د سخت تاوان سره مخ دی.غټه ستونزه دا ده چې زمونږ داخلې اوله درجه سیالۍ وځنډول شوې او لوبغاړو ته مو د میچ فیسونه ورنه کړل.زه ډاډ ورکوم چې په نیږدي راتلونکې میاشت کې به ټولو لوبغاړو ته خپل میاشتنې فیسونه ورکړو)) ویسټ انډیز کرکټ بورډ هغه وخت له سخت بحران سره مخ شو کله چې بنګله دیش او سریلانکا دیاد هیواد میلمنې لوبډلې وي. ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې د دوی په میلمستیا کې ۲۲ ميلونه ډالره تاوان وکړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې