دلوبغاړو په اړه

وسیم جعفر اېم اېس ډوني یو غوره لوبډلمشر یاد کړ

د کرونا ویروس له امله اوس په نړۍ کې د سپورټ لوبو لوبغاړي اوزګار شوې دي او په کورونو کې قرنطین دي، چې ډیری لوبغاړي اوس په ټولنېزو رسنیو کې فعال لیدل کېږي او وخت نا وخت له خپلو مینه والو سره په انلاین بڼه اړیکه نیسې او د مینه والو پوښتنو ته ځوابونه وایي.

تازه د وسیم جعفر څخه په انسټاګرام کې وپوښتل شول چې د هند کریکټ ملي لوبډلې دوه نوموتو لوبغاړو اېم اېس ډوني او وېرات کوهلي ترمنځ یو غوره لوبډلمشر ونوموې. که څه هم د نوموړي لپاره دا خورا سخته پرېکړه وه، چې د دغسې پیاوړو لوبغاړو ترمنځ یو غوره لوبډلمشر ونوموې.

خو له ډېر ځنډ او فکر وروسته، جعفر وسیم د هند کریکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اېم اېس ډوني یو له غوره او با تجربه لوبډلمشرانو څخه یاد کړ، په حقیقت کې ډوني د هندوستان لپاره یو بریالی لوبډلمشر تمام شوی دی.

جعفر وسیم همدغه راز د کریکټ دوه پخوانیو لوبغاړو براین لارا او سچن ټنډولکر ترمنځ له ډلې څخه یو غوره لوبغاړی په ډاګه کړ، جعفر د براین لارا په پرتله ماسټر بلاسټر (سچن ټنډولکر) یو غوره توپ وهوونکی یاد کړ او د نوموړي ستاینه یې وکړه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې